معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د دېوال د چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه شدید ټپیان شول

لغمان کې د دېوال د چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه شدید ټپیان شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې لغمان ولایت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي، چې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند منجان کلي کې د یو دېوال د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي شدید ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټپیانو کې یو ورور او درې خویندې شاملې دي چې عمرونه یې له لسو کلونو کم دي.
د مسوولینو په وینا یاد ټپیان پر وخت د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
دوی ویلي، چې دېوال د بارانونو او زلزلې د ټکانونو له امله ښورېدلی و، چې نن چپه شوی او څلور تنه یې شدید زخمیان کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس