معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د یوې ترافيکي پیښې له امله دوه تنه مړه او لس نور ټپیان شول

لغمان کې د یوې ترافيکي پیښې له امله دوه تنه مړه او لس نور ټپیان شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ ماسپښین د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د لغمان اړوند محمد علی کڅ سيمه کې يو بکسه موټر د بی غورۍ له امله چپه شوی دی.
د خبر پر بنسټ د دغې پېښې په پایله کې دوه تنو ژوند بایللی او لس نور ژوبل شوي دي.
مسوولینو ویلي، د پېښې ټپيان د لغمان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتيايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د هېواد په لویو لارو کې ټرافیکي پېښو دې وروستیو کې شدت موندلی، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس