کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په لغمان ولایت کې امنیتي مسوولینو یو کس د څلور تنو د قتل په تور نیولی دی.
د خبر پر بنسټ، د لغمان امنیې قومندانۍ وایي، نیول شوي کس تېره ورځ د والیبال په یوه لوبه کې تر لفظي شخړي وروسته څلور تنه ځوانان په ډزو وژلي دي.
د لغمان پولیسو په خبره، دغه پېښه د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ په نورم کلي کې رامنځته شوې، چې نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی.
د مسوولینو په وینا یاد کس به تر لومړنیو اجراتو وروسته اړوندو ارګانونو ته تسلیم کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/