معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې ۳۱۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

لغمان کې ۳۱۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په الیشنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شبکو د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بيارغونې او پراختیا رییس وویل، دغه شبکې د الیشنګ ولسوالۍ په اړیني کلي کې د یونسېف موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونو ۱۹۰ زره ۵۷۴ افغانیو په لګښت، د ۱۳ زره ۲۳۷ مترو په اوږدوالي جوړې شوې، چې په کې د ۱۹۵ نل لیکو نصبول او د ٦٠ متر مکعب په وړتیا د اوبو دوو زېرمو جوړول شامل دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس