معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستانه بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې

له افغانستانه بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، د تېرو دوو کلونو په پرتله بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې ده.

د خبر پر بنسټ، اقتصادي معاونیت د هېواد د صادراتو په اړه د یو معلوماتي کلیپ په خپرولو سره ویلي، اوس مهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادي ډول د هېواد صادرات دوام لري، چې د دغو صادراتو ډېره برخه له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کیږي.

دغه معاونیت زیاته کړې، د صادارتو د لا پراختیا او معیاري کولو لپاره په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړیوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسېس او بسته بندۍ زونونه جوړیږي، چې هر زون ته یې سل جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

اقتصادي معاونیت په عین حال کې ویلي، چې د دغو زونونو د ځمکو د انتقال چارې بشپړې شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

د مسوولینو په وینا د دغې چارې په پایله کې به یو لک کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس