کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل.
په دې ورځ جنرال دوناهو وروستی امریکایي پوځي و، چې له افغان خاورې ووت.
د نړیوالو رسنیو د خبر لۀ مخې د ناټو په نږدې شل کاله حضور کې لۀ ۳ زرو ډېرو خارجي پوځیان ووژل شول او پۀ زرګونو نور ژوبل شول.
د دغو رسنیو د څېړنو له مخې په دې نږدې شل کلنه جګړه کې له ۱ لک ۲۰ زرو څخه ډېر افغانان ووژل شول.
هېره دې نه وي چې ناټو په دې جګړه کې ۲ اشاریه ۲۶۱ ټرېلیونه ډالره لګښت ترسره کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/