معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستان تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې

له افغانستان تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶ میلیونه کیلو ګرامه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې.

د دغه وزارت مسوولین وايي، په دې مېوو کې تر ډېره انګور، زردالو، مڼې، انځر، الو او توتان نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

یو شمېر سوداګر وايي، له هېواده بهر د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالي لپاره اړتیا ده، چې په بهر کې بدیل بازارونه پيدا شي.

بل لور د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال کې د تازه مېوو په حاصلاتو کې له ۵ تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راغلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په شپږو میاشتو کې له نورو هېوادونو سره تر ۵ میلیارده ډالرو څخه ډېره راکړه – ورکړه شوې، چې له دې ډلې ۷ سوه میلیونه ډالره صادرات دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس