معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستان څخه اوس د زړو اوسپنو پرځای ګول سیخ صادریږي

له افغانستان څخه اوس د زړو اوسپنو پرځای ګول سیخ صادریږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۵ نېټه):
د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مهمند ويلي، چې له افغانستان څخه بهر ته د زړو اوسپنو قاچاق کولو مخه نیول شوې او اوس د اوسپنې پر ځای نورو هېوادونو ته ګول سیخ صادریږي.
تر دې وړاندې حکومت د کابینې غونډه کې له هېواده بهر د هر ډول اوسپنو او کباړو پر وېستلو بندیز ولګولو.
په ورته مهال د چارواکو په وینا، اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلې‌کولو شاوخوا ۴۲ فابریکې فعالیت کوي، چې د ګاډرو او ګول سیخ ترڅنګ د المونیمي توکو او نورو بېلابېلو توکو تولیدي کارخانې فعالې دي.
د راپورونو پر اساس په یادو کارخونو کې لسګونه زره کسان په کار بوخت دي.
د چارو د پوهانو په باور نورو هېوادونو ته دغه ډول د خامو توکو قاچاق باندې بندیز کولی شي، چې د کورنیو تولیداتو د رشد په برخه کې اغېزمن تمام شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس