معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري وېستلو د لړۍ بندېدو غوښتنه وشوه

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري وېستلو د لړۍ بندېدو غوښتنه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پناه ورکړې عالي کمېشنرۍ رییس، عرفات جمال له پاکستان او ایرانه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو له وېستلو لاس په سر شي.

نوموړي همدا راز په کوربه هېوادونو کې له افغان کډوالو سره په نامناسب چلند هم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې ملګري ملتونه چمتو دي، څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د خوندي ستنونې په برخو کې له پاکستان او ایران سره همکاري وکړي.

له دې سره سم په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال له سرپرست حکومت، پاکستان او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د دوی ستونزو ته دې په وخت سره رسېدنه وکړي.

پاکستان او ایران لا تر دې دمه د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس