معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پرون له ایران او پاکستان څخه ۷ زره او ۱۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت لیکلي، چې د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ یې په زور له پاکستان وېستل شوي، چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته رارسېدلي دي.
د وزارت په خبره، له ایران څخه راستانه شويو کډوالو کې جبري او په خپله خوښه راستانه شوي شامل دي، چې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په کډوالو کې اړمن کسان بیا د مرستو ترلاسه کولو لپاره اړوندو نړیوالو بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس