معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایران او پاکستانه ۱۱۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

له ایران او پاکستانه ۱۱۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، پرون له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ۱۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

د خبر پر بنسټ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کډوال په خپله خوښه او په زوره د تورخم، سپین بولدک، ورېښم پُل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راغلي دي.

ایران او پاکستان خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدامات زیات کړي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په وینا، د تېر کال له نومبر څخه چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د وېستلو اعلان کړی، تر اوسه پورې تر ۶۰۰ زره ډېر افغان کډوال یوازې له پاکستان څخه وېستل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس