کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندز کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي، چې د دغه ولایت په علي آباد او خان آباد ولسوالیو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او یو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د علي آباد ولسوالۍ په لاله میدان او د خان آباد ولسوالۍ په سیل برد ملا کریم سیمو کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله ۳۷۰ کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې په قسمي او بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.
د ده په وینا دې پېښه کې درې د چرګانو فارمونه، ۶۰۰۰ چرګان، ۱۰۰ وزې، پسونه او ۲۰ غواګانې هم تلف شوي دي.
د یاد ریاست مسوولینو همداراز زیاته کړې، چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي او د نورو زیانونو د مخنیوي هڅې روانې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/