معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بلخ څخه تر ازبکستانه د اوسپنې پټلۍ د بيارغولو چارې پیل شوې

له بلخ څخه تر ازبکستانه د اوسپنې پټلۍ د بيارغولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت مسوولینو ویلي، چې له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستان هېواد پورې د اوسپنې پټلۍ د بيارغولو چارې پیل شوې.

د خبر پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ویلي، چې یاده اداره هڅه کوي، چې دې ته ورته نورې پروژې هم ‎پلې کړي.

همداراز د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس بیا ویلي، چې دغه تړون له يوه ازبکستاني شرکت سره د ۶ ميليونو او ۳ لکه امريکايي ډالرو په لګښت ترسره شوی، چې د درې میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړي د پیل شوې پروژې اوږدوالی ۷۵ کيلومتره ياد کړی، چې د مزارشريف ښار د هوایي ډګر څخه تر ازبکستان هېواد پورې رسیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس