معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بلخ څخه تېر کال ۹۹۰۰ ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

له بلخ څخه تېر کال ۹۹۰۰ ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په بلخ کې د شمال زون پنبې د پروسېس کوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولینو ویلي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې له دغه ولایت څخه ۹۹۰۰ ټنه پنبه تر تولید او پروسېس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

د دوی په خبره روان کال لپاره چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته د پنبې د صادرولو لپار هوډ او پلان لري.

په همدې حال د بلخ کروندګر د پنبې حاصلاتو ته خوښ دي، خو له چارواکو د ملاتړ ترڅنګ د کوکنارو د بدیل معیشت په توګه د نویو تخمونو، د کرنیزو وسایلو او باکېفیته درملو غوښتنه کوي.

د خبر پر بنسټ د بلخ ولایت نساجي فابریکې مسوولین پلان لري، چې د دغې کارخونې خراب شوي ماشینونه  بیاځلې جوړ او فعاله کړي، څو په کور دننه له پنبې ټوکر، تارونه او ځينې نور اړين توکي تولید کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس