کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات برېښنا ریاست ويلي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولایت کې له ترکمنستان څخه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي.
د دې ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اړوند بند بغرچر په اوو سیمو کې د سړې هوا له کبله د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي، چې تر اوسه د ترمیم چارې نه دي بشپړې شوې.
د خبرپاڼې له مخې، د برېښنا مزو د پرې کېدو له امله د هرات ولایت نیمایي اوسېدونکي برېښنا نه لري، چې دې چارې خلکو ته د ژمي په موسم کې زیاتې ستونزې زېږولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تللی، څو د ۲۰۲۵ کال لپاره د وارداتي برېښنا توافق نامه تمدید کړي.
هر کال د ژمي په موسم کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د لوړ مصرف او د مزو پرې کېدو له امله د برېښنا پارچوۍ زیاتیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/