معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / له جرمني را ستنول شوي افغانان، ستونزې او واقعیتونه!

له جرمني را ستنول شوي افغانان، ستونزې او واقعیتونه!

د خبري رسنیو د رپورټ په اساس د تېرې جمعې پر ورځ (د سنبلې پر نهمه) د جرمني له لپزیک ښار څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې مستقم کابل ته ۲۸ تنه افغانان په داسې حال کې راوستل شول چې پښې او لاسونه یې ولچک وو.

راپورنه وایي چې دغه شمېر افغانان د جرمني له بېلابېلو سیمو څخه راټول او په یوه الوتکه کې نېغ په نېغه کابل ته را استول شوي دي چې دلته هم د کابل هوایي ډګر ته څېرمه په یوه ځانګړي ځای کې ساتل کېږي تر څو هویت یې تثبیت او د کورنۍ غړي یا خپلوان یې تر ضمانت وروسته، هغوی له ځان سره بوزي.

د جرمني اړونده رسنۍ وایي چې بېرته خپل ټاټوبي ته د دې کسانو ورګرځول د هغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت د پرېکړې په اساس شوي دي چې هر بېرته راګرځول شوي کس ته لس زره یورو نقدې پیسې هم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت کې رسنۍ د اتریش د لومړي وزير “کارل نیهامیر” له قوله وایي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر له خورا اوږدې مودې راهیسې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره مذاکرات روان کړي دي ترڅو افغانستان ته د ځینو افغانانو د بېرته استولو موضوع ته د حل لاره وموندل شي. د اتریش د کورنیو چارو وزیر “ګیرهارډ کارنیر” د جرمني دا پرېکړه ډېره ښه بللې او ویلي یې دي چې په اتریش کې د امنیت وضعیت ته په کتو سره به، په ځینو قضیو کې د افغان کډوالو د ښکېلتیا له امله، د دوی د بېرته ستنولو يا ډیپورټ کولو اجازه به ورکړي

دا چې دا بېرته راګرځول شوي افغانان څومره په دغه هېوادو کې په جرمونو کې په رښتیا ښکیل وو یا نه، ځان ته بحث دی خو دا خبره واضح ده چې په کومه بڼه دوی له جرمني څخه و ایستل شول او افغانستان ته راستانه کړای شول، دا د ټولو افغانانو د بدنامۍ سبب شوه او یو ځل بیا په نړۍ او په تېره بیا په اروپایي هېوادو کې د افغانستان او افغانانو د نوم د بدیدو او هلته د ټولو مېشتو افغانانو لپاره د سر ځوړندیدو سبب شول.

له افغانستان څخه د ډلې ډلې افغانانو وتل او آسیایي او اروپایي ملکونو ته له بېلابېلو لارو او د سل ډوله خطر قبلولو سره اروپایي او نورو بهرنیو هېوادو ته د هغوی تلل، متأسفانه له ګڼو کلونو او آن لسیزو رواج شوي دي، خو په داسې ډله ییز ډول د هغوی ډیپورت کول هغه هم چې لاسونه او پښې یې ولچک او زولانه وي، کم تر کمه په دې لنډو کلونو او لسیزو کې سابقه نه لري او یوه نوې پدیده ښکاري.

د رسنیزو رپورټونو له مخې له جرمني څخه په دغه را ګرځول شویو افغانانو کې ځیني داسې هم شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۰ کالونو رسېږي او‌ ځینې یې بیا له رسنیو سره په خبرو کې وایي چې لسګونه کلونه یې هلته ‌ژوند کړی دی او اوس یې هم مېرمنې او اولادونه هلته پاتې دي چې غواړي په هره ممکنه لاره بېرته ځان هغوی ته ورسوي.

یوې خواته که وګورو په بهرنیو ملکونو کې د جرم او جنایت په پېښو کې په ډله ییزه بڼه د دغه افغانانو ښکېلتیا ته په کتو سره نه جرمني، نه اتریش او نه د بل هېواد حکومتونه ملامت هم نه ښکاري، ځکه د هر هېواد حکومت حق لري د خپلو وګړو د سوله ییز ژوند لپاره بېلابېلې لارې چارې وسنجوي او عملي یې کړي، خو غمېزه دا ده چې بل اړخ ته د افغانانو د دې ډول راستونې سره په اړونده هېوادو کې د افغانانو او افغانستان نوم څومره بدېږي او همدارنګه افغانستان ته پدې ډول د هغوی په بېرته راستنولو سره دلته په کور د ننه افغانستان کې څومره ستونزې او ناخوالې را منځ ته کېدای شي؟

همدارنګه له جرمني یا له بل هر لویدیځوال هېواد نه د دغه را ګرځول شویو کسانو خبروته که غوږ شو چې یو شمېر یې په هر قیمت غواړي بېرته هماغه اروپایي هېوادو ته ځان ورسوي چې هلته یې لسیزې ژوند کړی، دا هم په خپل ځای یوه ستونزه ده چې باید ورته پاملرنه وشي.

په ټوله کې ویلای شو چې که چېرې دغه افغانان رښتیا هم لکه چې ویل کېږي په هغه هېوادو کې په جرمونو کې ښکیل وي، دا هم د اندښنې وړ ده چې دلته په کور د ننه به دوی په څه ډول ژوند وکړي او آیا دلته به د هغه جرمونو په زیاتولو کې ښکیل نشي چې هلته پرې عادت وو؟ دا ټولې اندېښنې او تشویشونه پر خپل ځای، خو دا هم تریخ حقیقت دی چې دغه کسان که هر څه دي، بالآخره افغانان دي او چې پر خپل کور بسیا نه شي، په پردي کور کې به څنګه بسیا شي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس