کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۴۶ قمري کال د حج مراسمو لپاره د افغان حاجیانو خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون له سعودي عربستان سره لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکه مکرمې او مدینې منورې کې د اوسېدو ځای، خوراک او ټرانسپورټ په برخو کې خدمات وړاندې کوي.
یاد قرارداد د ارشاد حج او اوقافو وزارت د حج او عمرې عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شو.
د وزارت په وینا، د تېرو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو لپاره د خدماتو کېفیت لوړ شوی دی.
تېر کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د منظم پلان له مخې د حج فریضه ادا کړه او په بریالیتوب سره هېواد ته راستانه شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/