معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له سوداګرۍ د ملاتړ په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړل شو

له سوداګرۍ د ملاتړ په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومت مشرتابه له لوري د سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصي سکټور سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان ورکړی.

د خبر پر بنسټ دې فرمان کې د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوامدارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.

دغه فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې مکلفې شوي، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

همداراز مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي په دې مکلف شوي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکټور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراتو کې له ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

د دې ترڅنګ وزارتونه او حکومتي ادارې مکلفې شوي، چې د هېواد د کورنیو صنایعو او ودې او ځان بسیاینې په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس