د روانې اونۍ په سر کې د هېواد په ځینو ولایتونو، لکه: بغلان، فاریاب او غور کې د سیلابونو د راوتلو له امله د رسنیزو راپورونو پربنسټ کم تر کمه درې سوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پر دې سربېره د ډېرو خلکو کورونه له مینځه تللي، مالداري یې تباه شوې او ګڼې کورنۍ آن د سرپناه ځای نه لري چې تر شنه آسمان لاندې د الله په امید پراته دي.
هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د سیلاب له څپو او ورسره په مخه کړیو انسانانو او په تېره بیا وړو ماشومانو څخه خپاره شوي دي، دومره بوږنوونکي دي چې یوازې کتل یې هم غټ زړه غواړي.
بل اړخ ته د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې کچه مخ په ډېریدو ده. په یاد ولایت کې د کډوالو چارو ریاست یو تن مسؤول چې د سېلاب ځپلو سیمو تللی او وايي هلته لږ تر لږه ۳۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶۳۰ تنه نور ټپیان شوي او له ۲۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د رسنیزو راپورونو پر بنسټ خلک اندېښنه لري چې په ځپل شویو سیمو کې چې لا هم هلته د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات روان دي، د سیلاب ځپلیو خلکو او مړیو شمېر زیات شي؛ ځکه تر اوسه هم یو شمېر خلک لا درکه دي او د مړو یا ټپیانو په کتار کې یې درک نه لګېږي.
همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی “ټام وېسټ” هم وروستيو سيلابونو ته په اشارې سره ویلي دي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې امریکا خواشينې کړې ده.نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: زموږ همکاران، سختو اړمنو وګړیو ته د خوراک، اوبو او نورو اړينو توکو په ګډون، بېړنۍ مرستې برابروي.
په افغانستان کې دا څو کاله په پرله پسې ډول طبیعي پېښې او آفتونه زمونږ له خلکو قرباني اخلي او نه یوازې د بې ګناه وګړو په مینځ کې د مرګ ژوبلې سبب کېږي، بلکې د خلکو کور کلی هم ورانوي، مالونه او څاروي یې تلف کوي او کښت او زراعت ته یې له کچې وتلی زیان اړوي. د تېرکال د تلې په میاشت کې په هرات ولایت کې مرګونې زلزله او اوس په څو ولایتونو کې یو په بل پسې ویجاړونکي سیلابونه، هغه څه دي چې د دې ډول طبیعي پېښو او غمېزو د نمونو او بېلګو په ډول یې یادولای شو.
دا چې ولې دا څو پرله پسې کاله په هېواد کې د طبیعي پېښو سیلاب او زلزلو کچه زیاته شوې او ولې زمونږ یو زیات شمېر وګړي د سیلابونو، زلزلو او نورو دا ډول طبیعي پېښو او آفتونو په ترڅ کې زمونږ یو زیات شمېر هېواد وال له مینځه ځي او یا کم تر کمه خپل کور او کرونده له لاسه ورکوي؟، هغه بحث دی چې شاید څېړل یې دلته ترسره نشي، خو د دې تر څنګ دا هم مهمه ده چې د دې ډول طبیعي پېښو قربانیانو او په ترڅ کې یې زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې رسونې بهیر څه ډول منظم کړو تر څو یوې خواته په کور د ننه را ټولې شوې او له بهر څخه راغلې مرستې اصلي مستحقینو ته ورسېږي او بل اړخ ته دا مرستې د طبیعي پېښو قربانیانو ته ګټورې تمامې شي.
د دې کار لپاره تر ټولو لومړی د هېواد د مرکزي حکومت په کچه د اړونده ادارو او د مرسته کووکو کورنیو او بهرنیو بنسټونو تر مینځ همغږي او یو داسې نظم را مینځ ته کول اړین دي چې غواړي د طبیعي پېښو له امله ځپل شویو هېواد والو ته مرسته ورسوي.که دا کار ونشي او هره کورنۍ او بهرنۍ موسسه په خپل سر او د خپلې خوښې او ذوق مطابق د مرستې رسونې په لار کې ګام واخلي، نه به دغه مرستې په سمه توګه اړمنو او د طبیعي پېښو له امله ځپل شویو وګړو او کورنیو ته ورسېږي او نه به لکه چې په کار ده د طبیعي آفتونو له امله زیانمن شوي کسان سمه ګټه ترې پورته کړای شي.
پدې اړه تر ډېره بریده د افغانستان حکومت د اړونده ادارو مسؤولیت دی چې د طبیعي آفتونو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د مرستې رسونې بهیر په سمه او منظمه توګه وڅاري، بهرنۍ او کورنۍ موسسې او انجیو ګانې پدې اړه خپل سر ته پرېنږدي او د مرستو په وېش کې له شفافیت او روڼوالي څخه ځان ډاډه کړي.که دا کار ونشي او هره موسسه او هره اداره په خپل سر هڅه وکړي د طبیعي پېښو زیانمنو شویو کسانو ته مرسته ورسوي، ستونزې به نورې هم ډېرې شي خو ګټه به یې ډېره کمه او محدوده وي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/