کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې د شته ستونزو سربېره به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو په یو بیان کې چې تېره ورځ یې خپور کړی ویلي، چې دوی د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، څو د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي، ځکه د دوی په خبره د سرپرست حکومت بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کړي دي.
سرپرست افغان حکومت تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل دریځ روښانه کړي، څو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او که یې بند کړي؟ ملګرو ملتونو په پروني بیان کې زیاته کړې، چې دوی د سرپرست افغان حکومت پرېکړه یو ځل بیا غندي او د ياد سازمان په ادارو کې د ښځینه وو د کار ممانعت هم د نړیوالو قوانینو خلاف دی او هم د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بولي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/