کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۱ نېټه):
د راپورونو له مخې فراه ولایت کې له ايران څخه وارد شوي اته ټانکره بې کېفيته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، د فراه ۷۸ میل بندر کې اته ټانکره بې کېفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي.
سرچینې ویلي، په وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په جدیت سره د بې کېفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته دې باکېفیته توکي وارد کړي او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي، کنه په خبره یې چې قانوني چلند به ورسره وکړي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/