معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له قزاقستان هېواده د لومړنیو خوراکي توکو لسګونه واګونه بشردوستانه مرستې رسماً د بلخ سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوې

له قزاقستان هېواده د لومړنیو خوراکي توکو لسګونه واګونه بشردوستانه مرستې رسماً د بلخ سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۳ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د قزاقستان هېواد څخه د لومړنیو خوراکي توکو لسګونه واګونه بشردوستانه مرستې تېره ورځ رسماً د بلخ سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوې.
د خبر له مخې دغه مراسمو کې د بلخ مرستیال والي، امنیه قوماندان، د قزاقستان هېواد سفیر حلیم خان یسن ګلدییوف او ور سره نور ډیپلوماټیک چارواکي له یو شمېر ځایي مسوولینو سره یوځای دغه مرسته تسلیم کړه.
ځایي چارواکو د یاد هېواد له مرستو مننه وکړه او دوی سره یې د دوامدارو ښو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د قزاقستان هېواد سفیر، حلیم خان یسن ګلدییوف وویل، دا مرستې چې له افغانستان سره شوې او نن پیل شوې، د قزاقستان هېواد د ولسمشر ځانګړې توجه او تصمیم و.
د یادولو وړ ده چې د قزاقستان هېواد د مرستو دغه بسته کابو ۸۱ واګونه دي، چې اوسمهال ترې ۳۵ واګونه د حېرتان بندر له لارې هېواد ته رارسېدلې او ۴۶ واګونه به نن راورسېږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس