معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له قوش‌ تېپې کانال ځمکو څخه د ګټې اخیستنې په اړه غونډه شوې

له قوش‌ تېپې کانال ځمکو څخه د ګټې اخیستنې په اړه غونډه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه غونډه شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدر اعظم عثماني د قوش ‌تېپې کانال له ځمکې څخه د موثرې او ښې ګټې اخیستنې په موخه د کاري پلان د جوړولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت د رهبرۍ هدایت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د دې طرحې د لا بډاینې لپاره دې د بېلابېلو سکتورونو کارپوهان خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

 هغه د قوش‌تېپې کانال څخه ښه ګټه اخیستنه د افغانانو د ژوند او اقتصاد په بدلون کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د هر اړخیز او اغېزمنې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس