معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له ملامتیا تېښته؛ امریکا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د هاګ د پلټنو مخالفت کوي

له ملامتیا تېښته؛ امریکا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د هاګ د پلټنو مخالفت کوي

نن چهارشنبه د لړم ۱۱مه
کابل/ګهیځ: امریکایي مقاماتو د جرمونو د نړیوالې محکمې «هاګ» د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د «بد چلند» د تورونو په اړه پلټنه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، هاګ ویلي چې غواړي بیا په افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو په اړه پلټنې پيل کړي چې په کې په امریکايي ځواکونو باندې د «بد چلند د تورونو په اړه پلټنه» هم شامله ده.
د جرمونو نړۍ والې محکمې قاضیانو ویلي، په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو پر مهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې بیا پیلوي.
تازه د امریکا د ملي امنیت شورا د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې له دغې پرېکړه سره مخالفت ښودلی او وايي، چې دوی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له کومې هڅې خبر نه دي او فکر نه کوي چې دا کار دې ضرور وي.
د يادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او ط البانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د حاکم نظام چارواکو تر اوسه د هاګ نړیوالې محکمې دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د جرمونو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، په نړۍ کې لومړۍ محکمه ده چې جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او نسل وژنې تعقیبوي. دا محکمه په هغو هېوادونو کې د جنګي جرمونو څېړنه کوي چې د څېړلو وړتیا او یا اراده یې نه لري. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د دغې محکمې غړی شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس