معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / له منځنۍ آسیا سره د سوداګرۍ وده، له یوه با ثباته افغانستان سره مرسته!

له منځنۍ آسیا سره د سوداګرۍ وده، له یوه با ثباته افغانستان سره مرسته!

د روانې اونۍ په ترڅ کې پر نورو ګڼو نړیوالو او سیمه ییزو سیاسي او پوځي پېښو سربېره، د منځنۍ آسیا له ځینو هېوادونو او په تېره بیا له قزاقستان سره د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې او هلته د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارتون جوړیدل، د رسنیو د سرټکی ؤ چې دواړه لوري په کمه موده کې توانیدلي دغه سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي.

د رسنیزو راپورونو پر بنسټ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې همدا اوس په قزاقستان کې دی او د هغه هېواد له چارواکیو سره د سوداګریزو اړیکو په تړاو په خبرو اترو بوخت دی، له قزاقستاني چارواکو سره د افغاني توکو د صادراتو، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، کانونو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر يوه لار نقشه کار کوي.

د افغان اوسني حکومت چارواکي وايي، هېواد یې غواړي له قزاقستان سره یې د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي او دا پداسې حال کې ده چې دا کچه دمګړۍ یوازې یو میلیارډ ډالره ده او د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته د مېرمنو په ګډون ۲۵۰ تنه افغان سوداګر او صنعت کاران تللي چې له تېرو دريو ورځو راهيسې يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ په چارو کې د افغان حکومت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي دا هم ویلي چې افغانستان اړتیا لري چې د خپلو توکیو د صادراتو پر وړاندی د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره په ځانګړې توګه د قزاقستان له لارې کار وکړي.

دا پداسې حال کې ده چې د قزاقستان چارواکو هم په وار وار دا اعلان کړی چې غواړي د ترکمنستان له لارې له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي او پدې تړاو شته اړیکو ته هم پراختیا ورکړي. آن د قزاقستان ولسمشر د روان زېږدیز کال د جون په میاشت کې اعلان کړی ؤ چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یې اوسنی حکومت د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

دا یوازې قزاقستان هم ندی چې غواړي له اوسني افغان حکومت سره خپله اقتصادي او سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي او په اوسنیو افغان چارواکیو لګیدلي بندیزونه لیري کړي، د منځنۍ آسیا نور هېوادونه هم هر یو په همدې هڅه کې دي چې د بېلګې په توګه همدا سږ کال کابل ته د ازبکستان د سوداګریزو چارواکو د یوه پلاوي سفر او ورپسې دلته په کابل کې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون جوړیدل یاد کړو چې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره یې د اړیکو د پراختیا او په راکړه ورکړه کې د آسانتیا برابرولو په چاره کې خورا اغېزمن رول درلود.

همدارنګه د دې سوداګریزې راکړې ورکړې تر څنګ د منځنۍ آسیا له څو ګاونډیانو؛ لکه: ازبکستان، قزاقستان او ترکمنسنتان سره د افغانستان د اوسني حکومت ډیپلوماټیکي اړیکې هم مخ په ښه کېدو دي او د دغه هېوادونو حکومتونه که نور څه نه وي؛ غواړي د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې او افغاني لاس نه خوړلیو منابعو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هم، له کابل سره خپلې اړیکې او راکړه ورکړه پراخه کړي.

طبیعي ده چې د منځنۍ آسیا له دغه جمهوریتونو سره چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، د ګاونډیتوب ښې اړیکې که نور هېڅ هم ونه کړي، کولای شي مونږ د دغه دوه ګاونډیانو (ایران او پاکستان) سره له اړیکو او راکړې ورکړې بېغمه کړي چې په هرڅه کې یوازې خپلې یو اړخیزه ګټې ګوري او تل یې هڅه کړې د دوه اړخیزو اړیکو د منل شویو اصولو پر ځای پنځه ګوتې یو ځای په خوله کړي او د افغان لوري د ګټو، مصلحتونو او حقونو د په پام کې نیولو پرته، په هر څه کې یوازې په یوطرفه ډول خپلې ګټې په پام کې ونیسي.

مونږ له تېرې اوږدې مودې او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د شتون له وخت نه شاهد یو چې زمونږ دواړو ګاونډیو هېوادو(ایران او پاکستان) دلته په هره سوداګریزه پرېکړه او ناسته کې یوازې خپلې یو اړخیزه ګټې لټولې او هرڅه ته یې یوازې د خپلو همدې یو اړخیزه ګټو له عینکو کتلي دي.

نه یوازې دا، بلکې په هره موضوع او آن په سوداګریزه راکړه ورکړه کې یې هم په دغه دوه ملکونو کې له پرتو بې وسه او بې وزله افغان کډوالو څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او غوښتي یې دي دلته په کابل کې بېلابېل حکومتونه، که جمهوریت دی که امارت تر یو اړخیز فشار لاندې راولي.

دې مسایلو ته په کتو سره ده چې اوس خوار او ځپل شوی افغان ولس او په تېره بیا افغان ملي سوداګر د منځنۍ آسیا له جمهوریتونو او نورو ګاونډیو او سیمه ییزو قوتونو سره اړیکو او سوداګریزې راکړې ورکړې ته په مثبت نظر ګوري او هیله لري تر څو دغه نوې پیل شوې لړۍ به وکولای شي افغانستان او افغانان د دغه دوه شریرو ګاونډیو او د هغوی د جابرو او فرعون صفته واکمنو له شر څخه خلاص کړي.” والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس