معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کمېسیون جوړ شو

له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کمېسیون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د سرپرست حکومت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د رییس الوزرا په مشرۍ د يو شمېر وزارتونو له وزيرانو سره په غونډه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره کمېسون جوړ شو.
یاد کمېسون د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه فعالیت کوي.
د یاد کمېسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستيال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوې، څو ياد کمېسيون ته په بېړنۍ توګه طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او ترمنځ يې لا زیاته همکارۍ او همغږۍ رامنځته شي.
هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو موضوع وروسته له هغه ګرمه شوه، چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ټول غیرقانوني کډوال وباسي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس