کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴ نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست حکومت له پاکستانه هېواد ته د افغانانو د پانګو او شتمنیو د لېږد په موخه د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکړی.
د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې دغه کمېټه به له پاکستانه د افغانانو د شتمنیو د رالېږدولو په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي، سرپرست حکومت دې له پاکستان سره په ګډه پر داسې یوې کړنلارې کار وکړي، چې ورسره افغانان په اسانۍ سره خپلې شتمنۍ هېواد ته راولېږدوي.
د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشتو افغانانو په دغه هېواد کې په بېلابېلو برخو کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/