کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان نفوسو ادارې ویلي، چې د دوی د رسمي اسنادو پر بنسټ تېر کال د ناسم اقتصادي وضعیت، ناامنۍ او په راتلونکي د بې باورۍ له امله ۷۶۵ زره مسلکي او په کار پوه ځوانان له پاکستان څخه وتلي.
په راپور کې راغلي، چې دا شمېر یوازې د مسلکي او کارپوه ځوانانو دی او له کورنیو، مشرانو او ښځو څخه جلا شمېرل شوی دی.
د اسنادو له مخې، له دې جملې ۴۲۴ زره تنه د پنجاب، ۲۰۶ زره د پښتونخوا او ۳۸ زره د نویو ضم شويو قبایلي سیمو ځوانان دي.
ډېری دغه ځوانان منځني ختیځ، عربي هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته د کار لپاره تللي دي.
پاکستان په دې وروستیو کې له بې سارې نا امنۍ او بد سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/