معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له څلورو اونیو راهیسې چمن کې د ویزې او پاسپورټ پر ضد لاريون دوام لري

له څلورو اونیو راهیسې چمن کې د ویزې او پاسپورټ پر ضد لاريون دوام لري

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په سپين بولدک او چمن لارې د تګ – راتګ لپاره د ويزې او پاسپوټ د جبري کولو پر ضد د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سوداګریزو ټولنو، سیاسي ګوندونو او د خلکو لاريون د څلورمې اوونۍ لپاره هم دوام لري.
د راپور پر بنسټ، لاريون کوونکو خبرداری ورکړی، که یې د پاکستان حکومت غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی به جدي اقدامات وکړي.
لاریون کوونکي وایي، پرېکړه يې کړې چې په اسلام آباد کې به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.
د پاکستان حکومت چې په لویه کچه یې د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې، تر اوسه یې د دغه لاریون کوونکو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس