معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کابله تر وردګو ملي بسونو په فعالیت پیل وکړ

له کابله تر وردګو ملي بسونو په فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي بس ترانسپورټي شرکت له مرکز کابل څخه مېدان وردګو ته تګ – راتګ پیل کړ.

د خبر پر بنسټ د مسوولینو په خبره اوسمهال پر دې لارې شپږ ملي بسونه فعالیت کوي، چې د کابل له میرویس مېدانه تر مېدان ښار پورې تګ – راتګ کوي.

بل لور ته د میدان وردګو اوسېدونکي یادو بسونو ته زیاته خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې سره یې په تګ – راتګ ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې ده چې څو کاله وړاندې هم پر یاده لاره ملي بسونو تګ – راتګ کاوه، خو د ځینو ستونزو له امله یې بیا فعالیت په ټپه درېدلی وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس