معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کابله ښاره نږدې ۲۸ نیم زره سوالګر راټول شوي

له کابله ښاره نږدې ۲۸ نیم زره سوالګر راټول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سوالګرو راټولولو کمېټې یې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۲۸ زره ۴۳۳ سوالګر راټول کړي دي.
دغه ریاست زیاته کړې چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۲زره ۲۷۲ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۵۶۱۷ مستحقې او ۶ زره ۶۵۵ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، چې ۳۷۱۶ نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۱۹۳ مستحق ګڼل شوي او ۲۵۲۳ بیا حرفوي سوالګر دي.
د دې ترڅنګ په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۲ زره ۴۴۵ تنه ماشومان دي چې له ډلې یې ۴ زره ۳۵۹ مستحق او ۸۰۱۶ حرفوي او ۷۰ بې سرپرسته ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.
دې وروستیو کې افغان حکومت کابل کې په ډېرې چټکۍ سره د سوالګرو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس