معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کابل ښاره یو نیم زر روږدي کسان راټول شوي

له کابل ښاره یو نیم زر روږدي کسان راټول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کورنیو چارو وزارت له کابل ښاره پر نشه یي توکو ګڼ شمېر روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې اړوندو روغتونونو ته سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه وزارت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د دې لړۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا یو نیم زر روږدي د کابل ښار او شاوخوا سیمو څخه راټول کړي.
ځدراڼ زیاتوي، د وزارت هڅه دا ده چې له کابل وروسته نورو ولایاتو کې هم پر نشه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته واستوي.
تر دې وړاندې هم پر نشه روږدي کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته وړل شوي، خو له درملنې وروسته د بې کارۍ او نشه یي توکو ته د اسانۍ لاس رسۍ له امله ګڼ شمېر یې بېرته روږدي شوي دي
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس