کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د یاد ریاست اړوند موزیم ته د ۶ قلمه تاریخي آثارو د سپارلو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ، د یاد ریاست د هنر او فرهنګ آمر ویلي، چې د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو لخوا شپږ قلمه منقول آثار چي په کې جک، ساپي، چاقو، کټو، مډال او کوچنۍ مسي ګډوه شامل دي، د بهرنیانو له خوا بهر ته د لېږدولو پر مهال تر نیول کېدو وروسته موزیم ته وسپارل.
د نوموړي په وینا، نیول شوي تاریخي آثار شاوخوا تر ۱۰۰ کالو زیات تاریخي لرغونتیا لري، چې د ثبت او سجل پروسې وروسته به د اطلاعات او کلتور ریاست اړوند میوزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/