معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د وطني ریحانو صادرات پیلیږي

له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د وطني ریحانو صادرات پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې له دغه ولایت څخه د وطني ریحانو د صادراتو بهیر رسماً پيل شو.

د مسوولینو په خبره په همدې تړاو یوه ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه.

غونډه کې بهرنیو هېوادونو ته د وطني ریحانو د صادراتو لپاره یو منظم میکانیزم د جوړېدو خبره شوې او سوداګرو ته رسمي شرط پاڼې هم ورکړل شوي، چې صادرات په منظم او اغېزناک ډول بهرنیو هېوادونو ته ترسره کړي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، دوی یې هر اړخیزه څارنه کړې او د چارو د ښه ترسراوي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې هم کړي، څو په راتلونکې کې د کرنیزو صادراتو کېفیت نور هم لوړ کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس