معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوړو زده کړو وزارت د کابل خصوصي پوهنتونونو استادانو ته علمي او دیني سیمینار پیل کړ

لوړو زده کړو وزارت د کابل خصوصي پوهنتونونو استادانو ته علمي او دیني سیمینار پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ويلي، په هېواد کې د عصري او دیني زده کړو ترلاسه کول یوه اړتیا ده.
ندا محمد ندیم د پوهنتون له استادانو غوښتي، چې په اسلامي روحیه د ځوان نسل په روزنه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
د دې وزارت د سرپرست په خبره د سرپرست افغان حکومت په نظام کې دیکتاتوري او خپلسري ځای نه لري او ټول د امر تابع دي.
نوموړي له هغو استادانو چې له هېواده بهر ته تللي، وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راستانه شي او خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
تر دې وړاندې هم د دولتي پوهنتونو د استادانو لپاره په کابل پوهنتون کې ورته سیمینار پيل شوی وو.
ټاکل شوې چې دغه سیمینار به دوه ورځې دوام وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس