کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر ولایت په خروار بند کې د ساتنې او څارنې د لومړۍ برخې چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، دا پروژه د ۳۰ میلیونه ۹۹۹ زره ۹۹۲ افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.
د خروار بند د فعالیتونو له مخې، دغه بند د ۱۱.۱ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د مسؤولینو په وینا د بند په مرسته به ۳۶۲ کیلواټه برېښنا تولیدیږي او شاوخوا ۲ زره ۱۵۵ هکټاره کرنیزه ځمکه به ترې خړوبه شي.
د چارواکو په خبره د دې بند بشپړول به د سیمې اوسېدونکو لپاره د اقتصادي او کرنیزو فعالیتونو په وده کې مهم رول ولوبوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/