کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ويلي، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې د ۲۴ کانونو سروې بشپړه شوې او ژر به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د لوګر د کانونو او پټرولیم رییس زیاته کړې، د تېر یوه کال په ترڅ کې د کرومایټو له څلور لویو کانونو څخه ۲۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
نقیبالله فرقاني همدا راز ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت په لارښوونه د کرومایټو ۲۴ کانونو سروې شوې او له داوطلبۍ وروسته به یې د عملي استخراج چارې پيل شي.
د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، د دې کانونو استخراج به د سیمې اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/