معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د یو روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

لوګر کې د یو روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت مرکز اړوند چوڼي سیمه کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یو باب روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس په دې اړه ویلي، چې دغه ودانی په څه باندې پنځه جریبه ځمکې باندې د کډوالو چارو د نړیوالې ادارې ( UNHCR) لخوا د روغتیایي اساسي مرکز ( BHC) په ډول جوړیږي، چې کولای شي په معیاري توګه د سیمې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
دغه راز د ولایت مرستیال والي هم خپلو خبرو کې د هېواد آبادي، پرمختګ او خلکو ته د ژوندانه لازمو اسانتیاوو برابرول خپل اساسي مسوولیتونه وبلل.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د لوګر ولایت هغو سیمو ته چی د عام المنفعه خدماتو څخه لرې او محرومې پاتې شوي، پوره پاملرنه به ورته وکړي.
د یادونی وړ ده، چې د چوڼي سیمه مرکز پل علم ته اړوند پرته سیمه ده، چې تر دې دمه یې روغتیایي مرکز په یو شخصي کور کې خپل خدمات وړاندې کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس