معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي

لوګر کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لوګر ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌ علم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.

د مسوولینو په خبره د وروستیو څېړنو له مخې د دغو ۳۰ کانونو له ډلې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په یادو کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قیمتي ډبرو یو شمېر نور مهم کانونه شامل دي.

د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کیږي، چې په یادو کانونو کې به لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس