معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لۀ کندهاره بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي

لۀ کندهاره بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولينو ويلي، چې بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي، چې له درکه يې سوداګرو ته اته میلیونه ۶۵۰ زره ډالره لاس ته ورغلي دي.
د ياد ولايت کرنې رياست سږ کال په کندهار کې د ۲۷۳ زره ۶۰ ټنو انګورو د حاصلاتو اټکل کړی دی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېرکال له کندهاره د ۸ میلیون ۹۹ زره امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته انګور صادر شوي وو.
انګور د افغانستان د مېوو د تولید لویه برخه جوړوي او د کرنې وزارت د معلومات له مخې، هېواد کې هرکال نږدې ۹ لکه ټنه انګور تولیدیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس