معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو او پر هوټلونو مالیه کمه کړه

مالیې وزارت د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو او پر هوټلونو مالیه کمه کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالقاهر د مالیاتو د معافیت په خبري ناسته کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د ګازو او تېلو پمپ سټېشنونو د ثابتې او د هوټلونو د انتفاعي مالیې برخه کې د پام وړ کمښت راغلی.

د نوموړي په وینا، د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د في لېتر مالیه له ۰.۶ څخه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې او د سیار هوټلونه او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنې ته راکمه شوې ده.

د مسوولینو په وینا راتلونکي کې به هم یو شمېر برخو کې د مالیاتو کچه راټیټه کړي.

تر دې وړاندې د افغان حکومت له لوري پر اصنافو او هټیوالو معافیت له یو نيم لک څخه دوه میلیونه ته لوړ شو او مالیات یې له ۰.۵ سلنې ۰.۳ سلنې ته راکم کړل شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس