معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت وايي د تېر کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

مالیې وزارت وايي د تېر کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د مالیې وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۷۱ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د (۷۱.۷۹) میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات کړي دي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر د تېر کال په ورته موده کې (۲۲.۵۴) میلیارده افغانۍ و.
که څه هم د اوسني حکومت له واک ته رسېدو را وروسته تر ډېره صادرات د اوسپنۍ پټلۍ له لارې کېږي، خو د څو ورځې وړاندې د هوايي دهلېز په بیا پرانستو هند ته او د ځمکې له لارې چین ته زیاته اندازه جلغوزي صادر شول.
د یادولو وړ ده چې د سوداګرۍ وزارت دغه راز تېره ورځ خبر ورکړ چې پر پاکستان سربېره ایران ته هم د ډبرو سکرو صادرات پیلوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس