مالیې وزارت وایی د تېر کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د مالیې وزارت وایی، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۷۱ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې افغانستان د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د (۷۱.۷۹) میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات کړی دی؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر د تېر کال په ورته موده کې (۲۲.۵۴) میلیارده افغانۍ و.
که څه هم د اوسنی حکومت له واک ته رسېدو را وروسته تر ډېره صادرات د اوسپنۍ پټلۍ له لارې کېږی، خو د څو ورځې وړاندې د هوایی دهلېز په بیا پرانستو هند ته او د ځمکې له لارې چین ته زیاته اندازه جلغوزی صادر شول.
د یادولو وړ ده چې د سوداګرۍ وزارت دغه راز تېره ورځ خبر ورکړ چې پر پاکستان سربېره ایران ته هم د ډبرو سکرو صادرات پیلوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.