معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په ګډو همکاریو ټینګار کړی:

متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په ګډو همکاریو ټینګار کړی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۶):
د افغانستان دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د اماراتو له امیر سره تر لیدنې وروسته د متحده عربي اماراتو د حکومت له مرستیال او د دبۍ له واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياو په برابرولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړي.
د متحده عربي اماراتو دولتي اژانس د خبر لۀ مخې په دغه لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي.
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د خپل سفر پۀ ترڅ کې له هنده متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او هلته د افغانستان په اړه له یو شمېر چارواکو سره وګوري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس