معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / متقاعدین وایي، له دوه دوکالو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي

متقاعدین وایي، له دوه دوکالو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې یو شمېر متقاعدین وايي، مالیې وزارت د دوی د تېرو څه باندې دوو کلونو د معاشونو له ورکړې د ډډې کولو لپاره نوې پلمې جوړې کړې دي.
دغه متقاعدین چې مالیې وزارت ته له تګ وروسته یې معاشاتو ورکړې په اړه کوم مثبت خبر نه و ترلاسه کړی وايي، نه پوهیږي چېرې د خپلو تېرو څه باندې دوو کلونو معاشونو پسې لاړ شي.
دوی تېره ورځ د مالیې وزارت مخې ته راټول شوي وو ویلي، په وار – وار یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو چا یې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی. خو د ماليې وزارت ویاند عبدالولي حقمل د روان لمریز کال په پیل کې ویلي وو، چې د تقاعد شویو د معاشونو د ورکړې طرحه د دوی د حکومت د رهبرۍ له‌ خوا نه ده توشېح شوې.
د دوی په خبره کله چې طرحه توشېح شي، مالیې وزارت به د هغې مطابق اقدام وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس