کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره ټیلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست وزیر په دغو خبرو کې هغوی ته د بریا مبارکي ورکړې او د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ دریځونه یې ستایلي دي.
د خبرپاڼې له قوله افغان لوري هیله څرګنده کړه، چې سرپرست حکومت او سوریه وکولی شي، منظمې ډيپلوماټيکې اړیکې رامنځته کړي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې.د سوریې بهرنیو چارو وزیر هم هيله مندي ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لورو پلاوي ليده کاته ولري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/