معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي سره د یوناما د مشرې لیدنه؛ د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا هوکړه شوې

متقي سره د یوناما د مشرې لیدنه؛ د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا هوکړه شوې

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ټاکل شوې استازې په رسمي ډول خپل دنده پیل کړه او په لومړي وار یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ‘یوناما’ د روزا اوتونبایوا په حواله ویلي، چې دوی د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره د پله کار کوي.

یوناما د خپلو ټولنیزو رسنیو پر پاڼو لیکلي چې دې ناسته کې “همکارۍ لپاره په یو لړ پراخو مسلو لکه د باور جوړونې، بانکي سیسټم او د نجونو په ګډون ټولو لپاره په ښوونې او روزنې بحث” وشو.

یوناما زیاته کړې “له اختلافاتو سره سره دوی د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا موافقه وکړه.”

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې لیدنې په هکله ویلي، چې یوناما به یو ځل بیا افغان فنډ ژوندی کړي او تر څنګ یې داسې حساس مسایل شته چې په ګډه به کار پرې وکړي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر د متقي له قوله لیکلي، چې اوس له نړۍ سره د افغانستان د نږدې کولو وخت را رسېدلی دی او په خبره یې هر لوري باید “یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي”.

پر افغانستان د ا.ا د بیا واکمنېدو راهیسې تر ننه د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي او د امریکا لخوا پر بانکي سیسټم د بندیزونو په لګولو په دې هېواد کې حکومت، غیر دولتي ادارې، سوداګر او کاروباریان له اقتصادي بحران سره مخ کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې ا.ا په غوڅ ډول د ښوونځیو د بندولو خبره نه ده کړې، همدا تېره ورځ مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیه کې د نړۍ د دیني عالمانو غونډې ته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو تازه ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې پر شته ستونزو جدي کار روان دی او په خبره یې حتما د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس