دوشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلي او د بشري مرستو، امنیت، پراختیايي همکاریو او ځینې سیاسي موضوعاتو په اړه یې ور سره خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د ناروې شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تاييد وکړ او وې ویل چې اوس بشري مرستې تر لرې پرتو سیمو په ښه ډول رسېدای شي.
نوموړي دغه راز ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې په افغانستان کې له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت ټينګ شوی او په وینا یې، د پخوا په ډول اوس افغانان د چاپو او بمباریو له امله نه وژل کیږي او نه هم بېځایه کیږي.
نوموړي ویلي تاریخ ښودلې چې، په افغانستان د فشارنو کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ ولاړ شو.