معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مجاهد پر نوي اساسي قانون د کار له پیلېدو خبر ورکړی

مجاهد پر نوي اساسي قانون د کار له پیلېدو خبر ورکړی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د لړم/عقرب لومړۍ نېټه او د اکټوبر میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ډېر ژر به نوی اساسي قانون بشپړ او د زاړه قانون پر ځای به وضع شي.
له یو کال ډېر وخت وشو، چې ا.ا پر افغانستان واکمن شوی او لا هم د اساسي قانون برخلیک ناڅرګند دی خو تازه د حکومت ویاند ویلي، چې د نوي اساسي قانون پر جوړېدو کار روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي.
تر دې وړاندې سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ د ا.ا مشر له والیانو سره په کتنه کې بشري قوانین د نه اعتبار وړ بللي وو.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې تر دې وروسته باید په هېواد کې ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت پر بنسټ وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس