کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د خپل ځانګړي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
محمد صادق پر خپلې اېکس پاڼې د پاکستان د کابینې د سکرتریت له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې هغه د تېر ۲۰۲۴ زیږیز کال د ډسمبر په درېیمه دغې دندې ته معرفي شوی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر په لاسلیک دغه مکتوب دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ولسمشر دفتر ترڅنګ ګڼو وزارتونو ته هم استول شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/